امنیت

څلور طالبان په بلخ کې ونيول شول

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په بلخ کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې له يوې سمڅې څخه ونيول شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختر آژانس خبريال ته وويل: د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې د بلخ ولايت په بلخ ولسوالۍ په شرشرک کلي کې د وسله والو د طالبانو يوه اوږده سمڅه چې پر امنيتي ځواکونو د بريدونو په موخه کيندل شوې وه، کشف او ويجاړه شوه او د قضيې په تړاو ۴ تنه نيول شوي دي.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته