امنیت

څلور طالبان په دايکنډي کې ووژل شول

کابل / د غبرګولي ۳۰مه / باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په دايکنډي کې له افغان ځواکونو سره په جګړه کې ووژل شول.
د دايکنډي د امنيې قوماندانۍ د مطبوعاتو آمر ګل آقا سجادي باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو د دايکنډي د پاتو ولسوالۍ په قخور سيمه کې له درېو استقامتونو څخه پر امنيتي ځواکونو او ولسي پاڅون کوونکو بريدونه وکړل چې د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول او څلور تنه یې ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په دې جګړه کې ۴ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او افغان ځواکونو او و ولسي پاڅون کوونکو ته زيان نه دى اوښتى.
ختم-ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته