امنیت

څلور طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه په روزګان کې د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان باختر آژانس ته وويل: امنيتي او دفاعي ځواکونو د روزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د وسله والو طالبانو د راټولېدو پرځاى عمليات ترسره کړل چې په پايله کې ٤ وسله وال طالبان ووژل شول او يو بل یې ټپي شو.
په دغو عملياتو کې د وسله والو طالبانو وسلې او مهمات هم ويجاړ شول.
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته