امنیت

څلور طالبان په زابل کې ووژل شول

کابل / د کب ۷ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان پرون مازیګر په زابل کې ووژل شول.
ویل کېږي دغه طالبان د هوایي ځواکونو په ملاتړ د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د ارغنداب ولسوالۍ او د زابل د مرکز قلات ښار په مربوطاتو کې وژل شوي دي.
په دغو عملیاتو کې درې نور وسله وال طالبان ټپیان شول او د هغوی ۴ موټر سایکلونه او یوه اندازه جنګي وسایل هم ویجاړ شوي دي.
پای/شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته