امنیت

څلور طالبان په پکتیکا کې ووژل شول

کابل/ د کب ۱۶مه/ باختر
د پکتیکا د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز ښرنې اړوند په کروخېلو سیمه کې طالبانو او افغان ځواکونو نښته کړې ده.
د پکتیکا له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې تېره شپه د ښرنې په کروخېلو کې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو پر سنګر برید کړی چې د افغان ځواکونو په ځوابي ‌‌ډزو کې ۴ طالبان وژل شوي دي.
د یو بل خبر له مخې؛ تېره شپه د قندهار د دیارلسمې حوزې په سرې غونډۍ سیمه کې پر وسله والوطالبانو ماین چاودنه کړې چې ٣ طالبان په کې وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته