کابل / د لیندۍ ۱۷ مه / باختر
څلور وسله وال طالبان په کونړ کې په هوايي برید کې ووژل شول.
د کونړ د امینې قوماندانۍ ویاند د باختر آژانس خبریال ته وویل چې وسله والو طالبانو د کونړ په ماڼوګي ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو د برید نیت درلود چې هوايي قواوو پرې برید وکړ.
سرچینې زیاته کړه چې د برید په پایله کې څلور وسله وال طالبان ووژل شول او د هغوی پټنځای او مهمات له منځه یوړل شول.
پای/ع
13 د یوې دقیقې څخه لږ