امنیت

څلور وسله وال طالبآن ووژل شول

٣١- کابل /د سلواغې ٤مه/باختر
څلور وسله وال طالبان تېره شپه د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې ووژل شول.
د فارياب امنيه قوماندان اکرم يورش باختراژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې هغه وخت ووژل شول چې په سيمه کې د افغان ځواکونو پرپوستو د بريد لپاره راټول شوي و .
هغه وويل په دې پېښه کې دوه نور وسله وال طالبان ټپيان شول اود دښمن يوشمېرجنګي وسايل او١٥ موټرسايکلونه د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
د يوبل خبرله مخې؛ ٢ وسله وال طالبان پرون د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې د هغه ماين په چاودنه کې ووژل شول چې غوښتل يې هغه د دغې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ په ودانى کې ځاى پرځاى کړي .
هغه وويل په دې پېښه کې د قيصار د امنيې قوماندانۍ پوليسوته زيان نه دى اوښتى.
ختم_ج –ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته