امنیت

څلور وسله وال طالبان په بادغیس کې ووژل شول

قلعه نو / د وري / ۱۴/ باختر
څلور وسله وال طالبان د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې د دوی په پټنځایونو د هوایی برید له امله ووژل شول او درې نور ټپیان شول .
د بادغیس د ولایتي شورا غړى ناصر نظري د باختر اژانس خبریال ته وویل په دغو وسله والو طالبانو هغه وخت هوایی برید وشو چې د ابکمري ولسوالۍ د دهسان او سینه په سیمو کې د پوځیانو پر پوستو د برید په طرحه بوخت وو.
هغه وویل چې په دغه برید کې ٤ وسله وال طالبان ووژل شول او درې نور ټپیان شول او د دوی څو موټر سایکلونه ویجاړ شول .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته