ورزش

څلور ټیمونه د اروپا د فوټبال د اتلانو غوره لیګ نمایی وروستي پړاو ته مشخص شول

– کابل/ د وري / ۲۶ / باختر
څلور ټیمونه د اروپا د فوټبال د کلپونو د اتلانو غوره لیګ نمایی پړاو ته مشخص شول او خپل سیالان یی وپېژندل. د اسپانیا د ریال مادرید ټیم د انګلستان د لیورپول د ټیم په ګټلو سره نمایی وروستي پړاو ته لوړ شوه او د انګلستان د چلسي ټیم هم د پرتګال د پور توي پر ټیم بریالی شوچې دغه پړاو ته ورسېدل .
له بلې خوا د فرانسې د پاري ژرمن ټیم داتلانو د لیګ اتل بایر مونیخ ټیم ته ماتې ورکړه او نمایی وروستي پړاو ته یی لاره وموندله او د انګلستان د منچستر ستي ټیم د المان بورسیا دورتموند د ټیم په ولاندې بریا په تر لاسه کولو سره نمایی وروستي پړاو ته لاره وموندله .
د باختر اژانس د خبر له مخې، ټاکل شوې ده د اسپانیا د ریال مادرید ټیم وروستي پړاو ته د لوړېدو لپاره د انګلستان د چلسي له ټیم سره لوبه وکړي اودغه راز د فرانسې د پاري سن ژرمن ټیم د انګلستان د مانچستر ستي له ټیم سره لوبه وکړي .
دغه دوه حساسه لوبې په روانه میاشت کې به د سه شنبې او چهار شنبې په ورځوکې د افغانستان په وقت په یوولسو بجو او دیرشودقيقو تر سره شي .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته