امنیت

څلور پولیسان په غورکې شهیدان شول

١٧- کابل / د سلواغۍ ۲۰ / باختر
څلورتنه پولیسان تېره شپه په غورکې له طالبانوسره په جګړه کې شهیدان شول.
د غور یوسیمه ییزمسوول باخترآژانس ته وویل چې یوه ډله وسله وال طالبان د فیروزکوه په بره خانه سیمه کې پرامنیتي پوستې برید وکړچې په پایله کې ۴ پولیسان شهیدان او ۹ نورټپیان شول.
ویل کېږي په دې جګړه کې طالبانوته هم د سر زیانونه آوښتي دي.
تراوسه دقیق شمېریې معلوم نه دی.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته