امنیت

څلوېښت طالبان په زابل کې ووژل شول

– کابل/ د سلواغې ۳۰ مه/ باختر
د زابل د امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په شهر صفا، میزاني او ارغنداب ولسوالیو کې په تېرو ۲۴ ساعتو کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
امنیه قومندان حکمت الله کوچی وايي چې وسله والو طالبانو په شهر صفا، ارغنداب او میزاني ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر سنګرونو بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې ۴۰ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۰ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته