کابل باختر دمرغومى يو ويشتمه :
په کندز ولايت کې دروان کال په بهيرکې څه دپاسه درې سوه عام المنفعه پروژې ګټې اخستنې ته سپارل شوي دي .
دکندز ولايت دکليو دبياجوړولو او پراختيا رييس صبغت الله دباختراژانس خبريال ته وويل په دغو پروژو کې دڅښاک داوبو ددرې سوه پنځوسو څاه ګانو کيندل ، په ١٥٦ کيلومتره سړک کريړ اچول ، د ١٣٩٤ زرو پلګيو جوړول ، دموټر دتګ راتګ درې پلونه ، داوبو درې زيرمې ، دلوړولتاژ دبريښنا دڅه دپاسه ٨٧ زره متره لين ، د باران داوبو ٥٧ کيلومتره زيرمه او نورې پروژې شاملې دي چې دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزارت په مالي مرستې او په سلوکې لس دخلکو په ونډې تطبيق شوې ده .
خبرځاى زياته کړه دغه پروژې دکندز ولايت په مرکز او په شپږ ګونو ولسواليو کې پاى ته رسيدلي دي چې نهه زره يوسلو ديرش کورنۍ ترې ګټه اخلي .
0 1 دقیقه لوستل