فرهنګ

څه دپاسه دوه زره پنځه سوه تاريخي آثار ملي موزيم ته ولېږدول شول

– کابل / د کب ۱۱مه / باختر
د لوګر د عينکو د مسوکان له لرغونې ساحې څخه پرون ۲ زره ۵۰۴ قلمه تاريخي آثار د ساتنې لپاره ملي موزيم او د ترميم لپاره د لرغونپېژندنې رياست لابراتوار ته ولېږدول شول.
د لوګر د پل علم ښار يو اوسېدونکي محمدي د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د عينکو د مسو کان لرغونۍ ساحه زيات تاريخي او ارزښتناکې خزانې لري او هرکال لسګونه قلمه ډول ډول تاريخي آثار چې له دې ساحې څخه ترلاسه کېږي؛ کابل ته لېږدول کېږي. هغه له فرهنګي او ټولنيز اړخه د تاريخي آثارو ساتنه ارزښتناکه وبلله.
هغه زياته کړه: سره له دې چې لوګر زياتې لرغونې ساحې او تاريخي شتمنۍ لري؛ خو تراوسه د دغو آثارو د ساتنې لپاره په دغه ولايت کې موزيم نشته.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رييس عبدالرحمن تسل وويل چې د عينکو د مسو کان له لرغونې ساحې څخه څه ناڅه ٢ زره ۶۰۰ قلمه تاريخي آثار د پلاوي پر وړاندې ملي موزيم ته لېږدول شوي دي.
تسل زياته کړه: ۴۰۰ قلمه خټين، سفالين او مسي آثار د ساتنې لپاره ملي موزيم ته او ۲ زره ١٧٤ قلمه مسي او د سپينو زرو مسکوکات د بسته بندۍ او پاکارۍ په خاطر د لرغونپېژندنې رياست لابراتوار ته لېږدول شوي دي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د موزيم مدير ناصري وويل چې اوس د محمدآغې د سيمه ييز موزيم د انګړ دېوال د جوړولو کار٩٠ سلنه پرمخ تللى دى او دغه اداره هلې ځلې کوي چې د لوګر په مرکز کې هم د يو موزيم د جوړولو کار پيل شي.
هغه زياته کړه چې تاريخي او لرغونې شتمنۍ په ټولنه نړۍ کې د ګرځندوى صنعت مهمه برخه ده چې زيات عوايد لري او د کار زمينه برابروي.
د يادونې وړ ده چې سږکال د عينکو د مسو کان له لرغونې ساحې څخه د کيندنو په بهير کې ۳ رزه ۶۰ قلمه خټين، سفالي او ډبرين آثار، مجسمې، مسي او د سپينو زرو مسکوکات ملي موزيم او د لرغونپېژندنې رياست لابراتوار ته لېږدول شوي دي.
پاى \ج\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته