خبرونهامنیت

څه دپاسه دوه سوه کيلوګرامه نشه يي توکي ترلاسه شول

٤٠- کابل / دسلواغې ١٢مه /باختر
د نيمروز پوليسو ٢٤٦ کيلوګرامه نشه يي توکي په دغه ولايت کې ترلاسه کړل.
د نيمروز د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته وويل چې د نيمروز پوليسو دغه نشه يي توکي چې اپين ، هيروئين، چرس ، اوکيمياوي توکي پکې شامل دي له يو موټر سره د کنګ ولسوالۍ د شيلې له ساحې څخه ترلاسه کړل .
هغه وويل چې د قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى .
ختم-ج _ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته