امنیت

څوارلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل /د مرغومي ٢٨مه /باختر
د وسله والوطالبانو د ډلې د دوو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٤ وسله وال طالبان په روزګان کې له افغان ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شول.
په دغو وسله والوطالبانو تېره شپه په سنګين او دهراود ولسواليو کې هغه وخت بريدونه وشول چې غوښتل يې د افغان ځواکونو پرپوستو يرغل وکړي .
د روزګان يو امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دې جګړه کې د دوو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول .
طالبانوتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ افغان ځواکونو د روزګان له ګڼ مېشتولارو څخه د ١٦ ماينونوپه کشف اوشنډولو سره د يولړچاودنومخه ونيوله .
ختم_ ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته