امنیت

څوارلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل/ د سلواغې٢٨/ باختر
څوارلس وسله وال طالبان روزګان کې په نويو جګړو کې ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شول.
پر دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په چورې او دهراوود ولسواليو او ترينکوټ ښار ته څېرمه پر امنيتي او دفاعي پوستو د بريدونو پر وخت له هوا اوځمکې بريدونه وشول. د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يو جګپوړي مقام باخترآژانس ته وويل: په دغو بريدونو کې د ٤ پاکستانيانو په ګډون ١٤وسله وال طالبان ووژل شول او ١٠ نور ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يوبل خبرله مخې؛ پوځيانو د روزګان په ګڼ مېشتو لارو کې د٢٣ ماينونو او بمونو په کشفولو سره د يو لړ چاودنو مخه ونيوله .
پاى \ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته