امنیت

څوارلس طالبان په روزګان کې ووژل شول

کابل / د وري ۲۲ / باختر
د روزګان په دوو ولسوالیوکې تېره شپه د دفاعي او امنیتي ځواکونو په عملیاتوکې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل: دغه عملیات د هوايي قواوو په ملاتړ د روزګان د دهراود او ترینګوټ کې ترسره شول چې په پایله کې ۱۴ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ تنه نورټپیان شول.
په دغو عملیاتوکې د طالبانو ۳ پټنځي او یوه اندازه وسله او مهمات ویجاړشوي دي.
دغه راز امنیتي او دفاعي ځواکونو۶ ماینونه د دغه ولایت د ترینکوټ په مربوطاتوکې کشف او شنډ کړي دي.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته