کابل / د وري ۲۹ مه / باختر
څوارلس وسله وال طالبان په غزني کې ووژل شول.
د غزني د امنيې قوماندانۍ وياند سردارولي تبسم باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د دغه ولايت د آبند ولسوالۍ په ګوديان کلي کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول.
په وژل شويو کسانو کې د سليمان په نامه د وسله والو طالبانو يو سرګروپ هم شامل دى.
دغه راز پوځيانو څلور ماينونه چې وسله والو طالبانو د نښتې په سيمه کې ځاى پرځاى کړي وو، کشف او شنډ کړل.
پاى \ ذ
11 د یوې دقیقې څخه لږ