خبرونهامنیت

څوارلس طالبان په نورستان کې ووژل شول

کابل/ د چنګاښ٢٢مه / باختر

څوارلس وسله وال طالبان په نورستان کې په هوايي بريد کې ووژل شول.

پردغو وسله والو طالبانو تېره شپه په کامديش او وايګل ولسواليو کې هغه وخت بريدونه وشول چې په يولړ ډاراچوونکو فعاليتونو بوخت وو.

دهېواد په جنوب کې د سېلاب قول اردو يوه جګپوړي مقام باختر آژانس ته وويل: په دې هوايي بريدونو کې ١٤ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نورټپيان شول.

ويل کېږي په دې بريدونو کې د وسله والو طالبانو درې پټنځايونه په بشپړه توګه له منځه يوړل شول.

وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي.

\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته