خبرونهفرهنګ

چارواکي: د قندهار په ملي موزیم کې د شپږو لرغونو دورو آثار ساتل شوي دي

 کابل / د سلواغې ۷ مه / باختر

د قندهار موزيم چې په اطلاعاتو او فرهنګ رياست کې موقعيت لري څو کاله وړاندې جوړ شوی دی. د موزيم ودانۍ په نوي او عصري ډول جوړه شوې؛ خو هلته پراته تاريخي اثار زرګونه کلونه تاريخي قدامت لري.

د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس مولوي نور احمد سعيد د باختر آژانس له سیمه ييز خبریال ویس آرین سره په ځانګړې مرکه کې ویلي چې د قندهار موزيم د افغانستان په سطحه د تاريخي اثارو له اړخه ډېر غني موزيم دی. په وینا یې په دغه موزیم کې د شپږو لرغونو دورو سلګونه تاريخي اثار موجود دي.

سعيد زیاتوي چې په قندهار موزيم کې د شپږو لرغونو دورو 791 قلمه ثبت او راجسټرشوي اثار موجود دي، سلګونه قلمه اثار تر اوسه نه دي ثبت او راجسټر شوي او 800 تاريخي سکې، چي د بېلا بېلو دورو اړوند دي د پاک کارۍ او پېژندنې لپاره ملي موزيم ته استول شوې دي.

هغه د شپږو لرغونو دورو اثارو په اړه هم معلومات شريک کړل، په خبره یې په قندهار موزيم کې د ډبرو د دورې اثار 4000-8000 له مېلاد څخه مخکې، د برونزو دورې اثار 1500-3000 د مېلاد څخه مخکي، د باختريانو د دورې اثار 125-250 د مېلاد څخه مخکي، د کوشانيانو د دورې اثار له دوهمې مېلادي پېړۍ څخه تر څلورمې مېلادي پېړۍ پورې، د اسلامي دورې اثار د 1400م – 1700م پوري او د معاصرې دورې اثار د 1762م څخه تر اوسه پورې موجود دي.

سعيد وويل چې د يادو شپږو لرغونو دورو څخه په موزيم کې د هرې دورې د تاريخي اثارو بېلګې موجودې دي چې په ښه ډول یې ساتنه کېږي او د ټول موزيم د اثارو د ښه خونديتوب په خاطر ورته ځانګړۍ المارۍ جوړې شوې دي.

د قندهار موزيم د اثارو شمېر تر 3000 پوري رسېږي.

د قندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریيس له ټولو ولسي وګړو څخه غوښتنه وکړه چې د تاريخي اثارو او تاريخي  ابدو په ساتنه کې ځانګړې همکاري وکړي. په خبره یې که ولس خپل تاريخي اثار او تاريخي ابدې په خپله وساتي، نو هيڅ يو ځواک هم نه شي کولای چې لرغوني اثار قاچاق کړي، يا هم د تاريخي ابدو د له منځه وړلو او خپل سرو کيندنو کوښښ وکړي.

د افغانستان اسلامي امارت په راتګ سره قندهار موزيم ته ځينې نور تاريخي اثار هم راوړل شوي چې له جملې یې 26 تاريخي ټوپکونه او يوه لرغونې توره د یادونې وړ ده چي د نارنج ماڼۍ له وروستيو مسلکي کېندنو څخه هم يو شمېر لرغوني اثار د قندهار اطلاعاتو او فرهنګ رياست ته په لاس ورغلي، يادې کيندنې لا هم نه دي بشپړې شوي، ممکن لسګونه نور تاريخي  اثار هم له دې ځايه تر لاسه شي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته