خبرونهفرهنګ

ډاکترمحمد قاسم وفايي زاده: ټولنه هغه وخت کولاى شي بدلون ومومي چې فرهنګي اوهنري فعاليتونه يې پراختيا ومومي او د فرهنګ ملاتړ وشي

کابل / د زمري ٥ مه / باختر د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست او نوماند وزير ډاکترمحمد قاسم وفايي زاده نن د هېواد له يوې سابقه دارې هنرمندې صديقې تمکين سره په کتنه کې د هېواد له هنرمندانو سره د دغه وزارت د ملاتړ ډاډ ورکړ.
د باخترآژانس خبريال د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې په داسې حال کې چې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين هارون حکيمي هم حاضر و، صديقې تمکين د کتاب پلورنې په رول کې د خپلو تمثيلي تصويرونو په اړه چې په ټولنيزو رسنيو کې يې غوغا جوړه کړې ده معلومات ورکړل.
هغې وويل چې اوس د (خالد ميديا) په نامه له يوټيوب شبکې سره کارکوي په حقيقت کې د کتاب پلورنې د تمثيل رول د پيغام موخه دا ده چې ښځې په هر رازشرايطو کې د کار توان لري او کولاى شي په ټولنه کې کار وکړي او له دې لارې د خپلې کورنۍ ډوډۍ برابره کړي.
هغې زياته کړه چې ښځو د ملاتړ نور پروګرامونه هم ترلاس لاندې لري چې د (خالدميديا) يوتيوب شبکې له لارې يې خپاره کړي.
د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست د ميرمن تمکين له هنري فعاليتونوڅخه په قدردانې سره څرګنده کړه، چې د دغه شان هنري کارونو موخه د ښځو لپاره د روحيې او انګيزې رامنځته کول دي چې هغوى هم هلې ځلې او کار وکړي.
هغه زياته کړه چې په تېرو وختونو کې په تېره بيا په وروستيو کلونو کې ښځې په فرهنګي، سياسي ، اقتصادي او نورو برخو کې ښې لاسته راوړنې لري.
ډاکتر وفايي زاده څرګنده کړه ټولنه هغه وخت کولاى شي ويښه شي او بدلون ومومي
چې فرهنګي او هنري فعاليتونه پراخ شي او د فرهنګ ملاتړ وشي.
دغه راز په دې کتنه کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د فرهنګ او هنرمعين هارون حکيمي د هنرمندانو د ملاتړ په برخه کې د دغه وزارت پروګرامونه ياد کړل او ټينګار يې وکړ چې ياد وزارت د هنرمندانو او فرهنګيانو د حالت د ښه والي په مقصد هلې ځلي کوي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته