فرهنګ

ډاکتر رهين : افغان مډال راوړونکو وستايل .

کابل باختر دوږي  پنځمه

 داطلاعاتو او فرهنګ وزير  ډاکتر سيد مخدوم رهين نن دلندن  له اولمپيا  څخه افغان مډال راوړونکي  وستايل .

  دباختر اژانس  دخبريال دخبر له مخې ،  په هغې غونډه کې چې  له همدي امله  جوړه شوې وه  د اطلاعاتو اوفرهنګ وزير دهيواد  دمډال راوړونکو په ستاينې سره  وويل  نن  دهيواد ټولو خلکو ته  د ستر وياړ سبب دي  چې دافغانستان وياړلي  بيرغ  زموږ د اتلو  بچيانو  په لاس  په داسې ډول  رپول کيږي  چې  دهيواد  په ګوټ ګوټ کې  په هغه کې د ولولو  شيبې  په ټولو  غالبې وي .

  ډاکتر رهين زياته کړه   ټول ملت  په وياړ کې  ډوب په ولولو کې  ډوب او په خوشحالي کي ډوب و ، او دغه وياړ  او خوشحالي  د نيکپا ، بهاوي ، تهمنې کوهستاني او زموږ ددريو تنو نورو اتلانو  په ګډون  د اتلانو  د کار حاصل و .

  داطلاعاتو او فرهنګ وزير .زياته کړه موږ بايد  هڅه او هاند وکړو  له هري لاري  چې کيږي امکانات  داتلانو په واک کې  ورکړو .

  په همدي مقصد  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دورزش دعالي شورا  دجوړولو پيشنهاد جمهوري رياست ته وړاندې کړ . چې په دي شورا کي به  ټول اړونده ارګانونه  په ورزش کې  ونډه واخلي .

 وروسته  داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دځوانانو دچارو معين تيمور شاه اسحق زي د نننۍ غونډي  د جوړولو په باب  خبري وکړي .

  په دې غونډه کې  دالمپيک دملي کميټې  مرستيالې  فرشتې  فرح د ولسي جرګي غړو ميرمن  ناهيد  فريد  ،  ميرمن شاه ګل  رضايي او فرشتې اميني  او دمشرانوجرګي غړي  مولوي محمود  دانشجو  خبري وکړي  او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه  د مننې  د څرګندولو  په ترڅ کې يې دمډال راوړونکو اتلولي  وستايله .

  دغه راز په دې غونډه کې  روح الله نيکپا او تهمينې کوهستاني  خبري وکړي او ددي تر څنګ يې  چې  ددغې غونډي  دجوړولو په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه  قدرداني وکړه  خپل برياليتوبونه يي  دافغانستان  په ملت پوري  اړوند وبلل .

  په پاى کي  دستاينې لوحه  اوبرابر شوي سوغاتونه  داطلاعاتو او فرهنګ دوزير ډاکتر  سيد مخدوم رهين  ،  ددغه وزارت دمعينيانو  تيمورشاه اسحق زي ، او پوهنمل نبي فراهي  او په پارلمان کې  دخلکو داستازو له خوا  په ورزشکارانو  وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته