سیاستخبرونه

ډاکتر عبدالله د امريکا سفارت له شارژدافير سره وکتل

٣٧- کابل /د سلواغې ٤مه/باختر
د ملي ر وغې جوړې د عالي شورا رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو د سفارت له شارژدافير راس ويلسن او د ناتو ځواکونو له قوماندان جنرال سکات ميلر سره په سپيدار مانۍ کې وکتل.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په دې کتنه کې دواړو لورو د سولې د خبرو ، په دوحه کې د خبرو د دويمې دورې د پيل، د سولې په تامينولوکې د امريکا د متحده ايالاتو د رول او د سياسي او امنيتي وروستيو بدلونونو په اړه خبرې وکړې.
ختم _ج _ ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته