روغتیا

ډاکټر وحيدمجروح د ارغنداب د ټپيانو سره د مرستې لپاره قندهار ته سفر وکړ

کابل / د وري ٢٨مه/باختر
د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر وحيد مجروح نن د دغه وزارت له يو لوړ رتبه هيئت سره قندهار ته لاړ چې د ارغنداب ولسوالۍ د پېښې د ټپيانو روغتيايي حالت له نږدې وڅېړي.
ډاکټر مجروح د دغې پېښې د ټپيانو د روغتيايي حالت د څېړنې ترڅنګ د قندهار ولايت د روغتونونو مسوولينو ته به لارښوونه وکړي چې له ټولو امکاناتو څخه د ټپيانو د درملنې په خاطر استفاده وکړي .
د عامې روغتيا وزارت سرپرست د خلکو د روغتيايي حالت څيړنه خپل رسالت وباله او ټينګار يې وکړ چې دغه وزارت تل د هېواد ټولوخلکوته په ناپييلې ډول روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي دي .
د وسله والومخالفينوله شتون څخه د امنيتي ځواکونوله خوا د ارغنداب ولسوالۍ له پاکولو وروسته يوشمېرملکي کسانوته په دغې ولسوالۍ کې د ماينونو د چاودنو له امله مرګ ژوبله واوښته . اوس دغه ټپيان د دغه ولايت روغتونونوته لېږدول شوي اوتر درملنې لاندې دي.
ختم-ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته