ټولنه

ډبليو اف پې افغانستان کې له ٢٢ ميليونه اړو کسانو سره د مرستې تابيا کړې ده

نړيوالې خبري سرچېنې/ د ليندۍ٣مه / باختر:
د ملګرو ملتونو د خوړو نړيوال پروګرام يا( ډبليو اف پي ) وايي په افغانستان کې يې له ٢٢ ميليونه اړو کسانو سره تر ژمي مخکې د بشري مرستو تابيا کړې ده.
د خوړو نړيوال پروګرام اجرائيه مشر ډيويډ بېسلي له افغانستانه په هغه ويډيو کې چې دغې ادارې پرون پر خپله ټويټرکې خپره کړې ويلي؛ موږ بايد شاوخوا ٢٢ ميليونه وګړو ته د مرستې لپاره بېړه وکړو، زموږ يوه ډله بوخته ده هغه لارۍ موټر بېلابېلو سيمو ته بوځي چې چلولوته چمتو کړاى شوي دي. دوى به په افغانستان کې د اړتيا وړ ځاى ته ځي.
د خوړو نړيوال پروګرام مشر وويل دوى هڅه کوي په ټول افغانستان کې د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره مرستې ورسوي او تمرکز به يې يوازې پر کابل نه وي.
\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته