ورزش

کابل د وزلوبې د سیالیو د کوربه توب په درشل کې

– کابل / دکب / ۶/ باختر
کابل به ډېر ژر د وزلوبې د سراسري سیالیو کوربه وي .
دغه سیالۍ له ١٦ ټیمونوڅخه د ٣٠٠ چاپ اندازانو په ګډون په راتلوونکو ١٠ ورځو کې پیلېږي .
د افغانستان د وزلوبې د فدراسیون یوه مسوول د باختر اژانس خبریال ته وویل چې د دغو سیالیود تر سره کولو موخه د نوروز لرغوني جشن رارسېدل ، د ځوانانو ترمنځ د دغه ورزش وده او د دغه ورزشي دودیزې لوبې لپاره د غوره څېرو انتخابول دي .
دا د وزلوبې د سراسري سیالیو دویم پړاو دی چې په کابل کې تر سره کېږي .
وزلوبه یوملي ورزش دی چې په افغانستان کې د تاریخي ریښو په لرلو سره زیات مینه وال لري .
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته