خبرونهټولنهروغتیا

کابل والي: په کابل کې د کروناويروس له دويمې څپې سره د منطقي مقابلې لپاره چمتووالي نيول شوي دي

۲۴- کابل / د ليندۍ ٩ مه / باختر
د کابل والي محمد يعقوب حيدري د کور په کور څارنې کمپاين په پيل غونډه کې چې د عامې روغتيا وزارت جوړه کړې وه؛ ګډون او وينا وکړه.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ حيدري په دې غونډه کې د کابل ولايت د مقام او د دغه ولايت د خلکو په استازيتوب په کابل کې په کرونايي سختو ورځو کې د بې سارو همکاريو له امله د عامې روغتيا وزارت له مشرتابه او غړو او د افغان – جاپان روغتون له مسوولينو څخه قدرداني وکړه.
حيدري زياته کړه: هره ورځ د پايتخت يو زيات شمېر اوسېدونکي د خپلو ستونزو د لرې کولو په خاطر د کابل ولايت ادارې ته راځي او موږ هلې ځلې کوو چې د دوى ستونزې وڅېړل شي.
د کابل والي د کابل خلکو ته ډاکټر ته د مراجعې او د درملو د پېرودنې لپاره اقتصادي وړتيا نه لري، يو ښه نوښت او زيری وباله او ويې ويل چې له کرونا ويروس سره د مجادلې بېړنۍ کمېټې له ډاکټرانو او رسنيو سره سختې ورځې تېرې کړې او د خلکو په خدمت کې وه.
حيدري څرګنده کړه: له بده مرغه د کروناويروس د دويمې څپې خپرېدل يو واقعيت دى چې نړۍ او په تېره بيا افغانستان ګواښوي او د دې اړتيا ده چې له دغه واقعيت سره منطقي مقابله وکړو او لازمي چمتووالي ولرو.
هغه له خلکو وغوښتل چې د عامې روغتيا وزارت لارښوونې جدي ونيسي او پر هغو عمل وکړي.
د کابل د والي د څرګندونو له مخې؛ له کروناويروس سره د مجادلې بېړنۍ کمېټې له نورو بنسټونو سره په همکارۍ پر سلګونو ښوونځيو او ګڼ مېشتو سيمو درمل شيندلي دي.
محمد يعقوب حيدري وايي چې په ټول کابل په تېره بيا جوماتونه، مدرسو او ګڼ مېشتو سيمو کې د درمل د شيندلو بهير دوام لري او له دې سره جوخت د کابل ولايت پر بې وزلو او اړو کورنيو خوراکي توکو او د نغدي مرستو وېشل دوام کوي.
هغه وويل: د دې اړتيا ده چې د عامې روغتيا وزارت په ګرځنده ټيمونو کې د کابل ولايت استازي هم شتون ولري.
د کابل والي څرګنده کړه چې د درمل پېرېدلو بهير بشپړ شوى دى او ډېر ژر به د عامې روغتيا وزارت په واک کې ورکړ شي.
حيدري د افغان – جاپان روغتون د ودانى په اړه وويل چې د هغه تدارکاتي بهير بشپړ شوى دى او ډېر ژر د کابل د عامې روغتيا رياست د هغه د جوړولو کار پيلوي.
د کابل والي وويل چې د افغان – جاپان روغتون لپاره د اکسيجن د پېرودنې تدارکاتي بهير به ډېر ژر د کابل د عامې روغتيا رياست له لارې بشپړ شي.
محمد يعقوب حيدري د خپلو خبرو په پاى کې له عامې روغتيا وزارت سره د کابل ولايت د مقام د همکاريو ډاډ ورکړ او له خلکو يې هم وغوښتل چې د عامې روغتيا د وزارت لارښوونې رعايت کړي.
په دې غونده کې د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر احمدجواد عثماني وويل چې دغه وزارت نه غواړي د هېواد ستر ښارونه قرنطين شي.
عثماني زياته کړه چې د افغانستان حالات له نورو هېوادونو سره توپير لري او بيا قرنطين هېواد ته ستر مالي او ټولنيز زيانونه اړوي.
هغه وويل چې ښايي د حکومت او د عامې روغتيا وزارت د مشرتابه له خوا د هېواد په سترو ښارونو کې په غونډو يولړ بنديزونه ولګول شي.
هغه له خلکو وغوښتل چې د عامې روغتيا وزارت پيشنهادونه او لارښوونې جدي ونيسي چې د کروناويروس دويمه څپه په هېواد کې په ښه ډول کنټرول شي.
ختم- ج –اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته