امنیتټولنه

کابل ښاروالي: د ده افغانانو د زيرزمينۍ تړل کېدل موقت کار دى

– کابل / دکب ١٠مه / باختر
د کابل ښار په ده افغانانو کې د زيرزمينۍ په تړل کېدو سره د امنيتي ګواښونو د جدي کېدو په اړه د خلکو ترمنځ انديښنې زياتې شوي دي. خو د کابل ښاروالۍ خبرځايونه وايي چې د زيرزمينۍ تړل کېدل يوموقت کار دى او امنيتي ګواښونه نشته .
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ د ده افغانانو زيرزميني له څو ورځو راپديخوا تړل شوې ده او لارې يې په جالى سره ولدنګ شوي دي.
سره له دې چې پخوا د بريښنا د نشتوالي آود لاس پلورونکو ګڼه ګوڼه او د باران د اوبو ډنديدلو لپاره زيات شکايتونه شتون درلود خوبيا هم خلکوته يې د کابل ښار په دغه ګڼ ميشته ساحه کې د تګ راتګ لپاره اسانتياوې رامنځته کړې وې .
دغه راز يوشمېر خلک په دې باور دي چې زيرزميني د امنيتي دليلونوله امله تړل شوې ده.
هر دليل چې وي د دغې سيمې تړل کېدل کېداي شي ستونزې رامنځته کړي .
د کابل ښاروالۍ وياند معروف عليزى د باختراژانس خبريال ته وويل امنيتي ګواښونه نشته بلکې د دغې ساحې بيارغونه ده چې زياتې آسآنتيا رامنځته شي.
کابل ښاروالي تصميم لري چې زيرزميني بيا ورغوي اوپه همدې دليل په موقت ډول تړل شوې ده .
ختم- ج – ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته