خبرونهروغتیا

کرونا اووه تنه نور مړه کړل

٥١- کابل / دمرغومي ١٦/باختر
د عامې روغتيا وزارت نن په هېواد کې د کرونا ويروس د ٩٤ نويومثبتو پېښو د ثبتولو او په دغې ناروغۍ د ٧ تنو اخته کسانو د مړينې خبرورکړ.
د باختراژانس د خبرله مخې ؛ په افغانستان کې د کرونا د نويومثبتو پېښو په ثبتولو سره په هېواد کې په کرونا ويروس د اخته کسانوشمېر ٥٣١٠٥ تنو ته رسېدلى دى .
دغه رازپه تېرو ٢٤ساعتو کې ٧ تنه د کرونا له امله مړه شوي دي. چې په دې ترتيب سره په هېواد کې د کرونا ويروس د قربانيانو شمېر ٢٢٤٤ تنوته رسېدلى دى اود روغو شويو کسانوشمېر ٤٢٦٦٦ تنو ته رسېدلي دي.
د عامې روغتيا وزارت د پاليسۍ اوپلان معين ډاکتربشير نورمل له کرونا ويروس سره د مبارزې د پلان په اړه جمهوررييس محمد اشرف غني ته په خپل نوي رپوټ کې ويلي دي د کرونا ويروس زيات خپرېدل مو تېر کړي او د راتلونکو دوو اوونيو په بهيرکې به دغه ويروس نزولي حالت ونيسي .
ختم_ ج- ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته