امنیت

کندز کې په لسګونه کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شول

– کندز / دساواغۍ / د۳۰ / باختر
د کندز په ښار کې په لسګونه کلي له دریو ورځو را په دې خوا د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک شول .
د کندز د امنیې قوماندانې امر سمونمل محمد حسین قره قول د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې د امنیتي او دفاعي ځواکونود ګډو عملیاتو په بهیر کې د کندز په ښار کې لسګونه کلي د وسله والو طالبانو له شتون څخه پاک کړل .
هغه زیاته کړه چې دغه عملیات د کندز د نورو نا امنو ساحو تر پاکولو پورې دوام لري .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته