تبصره او مطبوعاتو ته کتنه

کورنۍ اجماع او د سولې اجنډا

کابل / د غویي ۹مه / باختر
د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني د افغانستان له مطرحو سیاسي څېرو سره کتلي دي او د سولې خبرو په اړه ورسره غږېدلی دی. جمهوررییس پر کورنۍ اجماع کار کوي او غواړي چې د جمهوریت دریځ واحد او غښتلی وي.
د باختر آژانس مفسر دا موضوع څېړلې ده او لیکي:
جمهوررییس د هېواد له مطرحو سیاستوالو، مدني فعالانو، مخورو، قومي مشرانو او سپین ږیریو سره د افغانستان د مهمو مسئلو په اړه تل مشورې کوي. په دغو ورځو شپو کې د روانو سلامشورو موخه دا ده چې د ترکیې ناستې په درشل کې او په ټوله کې د سولې په اړه پیاوړې کورنۍ اجماع رامنځ ته شي. اوس د سولې په روان بهیر کې دوه اړخونه مطرح دي: جمهوریت او امارت. هغوی چې ځانونه د جمهوریت په اړخ پورې تړلي ګڼي، د جمهوریت دفاع او ننګه کوي او غواړي چې جمهوریت دوام ومومي، ارزښتونه یې وپالل شي؛ نو باید په دې کورنۍ اجماع کې راګډ شي. له بده مرغه یوشمېر سیاستوال په ښکاره د جمهوریت چغې وهي؛ خو بیا د جمهوریت د دفاع تر شعار لاندې د خپلو ګټو د خوندي کولو کوښښ کوي.
د رپوټونو له مخې؛ طالبانو په دغو وروستیو کې یو شمېر سیاستوالو ته لیکونه استولي دي او هغوی یې مخامخ خبرو ته بللي دي. د سیاستوالو دریځ په دې اړه لا په بشپړه توګه څرګند نه دی. ښایي یو شمېر دغه راز بلنې ته هرکلی ووایي او له طالبانو سره مخامخ خبرو ته کېني. اصلي خبره دا ده چې که هر څوک په جلاجلا توګه له طالبانو سره خبرو ته لاړ شي؛ نو دا د سولې روان بهیر لا پېچلی او ځنډنی کوي. د جمهوریت لوری باید واحد وي او له واحد دریځ سره خبرو ته لاړ شي. همدارنګه طالبان هم باید له واحد دریځ سره د خبرو مېز ته لاړ شي، نه داسې چې نظامي مشران یې یو څه ووایي او سیاسي مشران یې نور څه. که دوه لوري وي؛ نو بیا تفاهم ته رسېدل یوڅه اسانه کېږي؛ خو که لوري ګڼ وي، څرګنده ده چې نظریات او دریځونه به هم ګڼ وي؛ بیا د دغو نظریاتو او دریځونو راټولولو او توحیدول خورا سخت او ګران کار دی. پر دې سربېره دغه راز چلند په روان بهیر کې یو ډول بې باوري او شکونه رامنځ ته کوي، اختلافات راټوکوي. د اوسني پړاو اړتیا او غوښتنه دا ده چې باور پياوړی او غښتلی شي، د هغو ټکو پرځای چې د اختلاف سبب کېږي، داسې ټکي راواخیستل شي چې اتفاق پرې راځي، د نږدېوالي سبب کېدای شي او د ستونزې په حل کې مرسته کولای شي.
د سولې خبرو په اجنډا کې کورنۍ اجماع ته داسې اړتیا ده لکه په سبو کې مالګې ته. منو چې په کور دننه د سیاستوالو ترمنځ ګڼ اختلافات شته او دا اختلافات یوې اجماع ته رسېدل تر یو بریده سختوي؛ خو لوړې ملي ګټې حکم کوي چې باید ټول سیاستوال د جمهوریت تر بیرغ او چتر لاندې یو ګډ دریځ غوره کړي او د جمهوریت د ارزښتونو د دفاع په کرښه کې ودرېږي. کورنۍ اجماع به طالبانو ته هم روښانه پيغام ورکړي او دا به ورته ثابته کړي چې د جمهوریت لوری یو دی، دریځ یې یو دی او خبره یې یوه ده او دوی باید له دغه لوري سره خبرو ته کېني.
وړاندیز مو دا دی چې ټول سیاستوال په دغه خورا حساس پړاو کې لږ سرونه په ګرېوانونو کې کښته کړي او لږ د خپل ملت د دردونو او کړاوونو په اړه فکر وکړي. دوی باید خپل ټول اختلافات که هغه سیاسي، قومي، ژبني، مذهبي او یا هم شخصي او سلیقه یي دي، باید یوې خواته کېږدي او د لوړو ملي ګټو د دفاع لپاره او سولې ته د رسېدو په موخه په کورنۍ اجماع کې راګډ شي او هغه غښتلې او پیاوړې کړي.
پای/ن.ش

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته