امنیت

کوماندویانو، اووه ویشت بندیان د طالبانوله زندان څخه آزاد کړل

– کابل / د سلواغی ۲ / باختر
د کوماندو ځواکونو تېره شپه په ځانګړو عملیاتوکې ۲۷ بندیان د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو له جیل څخه آزاد کړل.
د ملی دفاع وازرت د ویاند مرستیال فواد امان د باخترآژانس خبریال ته وویل : د کوماندو ځواکونو د هلمند په نهرسراج ولسوالۍ کې د طالبانو پریو زندان په عملیاتو کې د یوه پخواني پوځي په ګډون زموږ ۲۷ هېواد وال له دغه زندان څخه آزاد کړل.
دغه بندیان د طالبانوله لوري سخت ځورول شوي وو او له هغوی سره د اسلامي او د بشر د حقوقو د اصولو پرخلاف چلند شوی دی.
امان وویل چې په دغو عملیاتوکې دغه راز د زندان یوساتونکی ووژل شواو یوه اندازه وسلې او مهمات او یوه برمه چې د طالبانو له لوري د سړکونو د ویجاړولو په خاطر استفاده کېدل ترلاسه شوه.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته