خبرونهټولنهرپوټونه

کوچنی اختر او د اوربند هیلې

کابل / د غويي ۲۳مه / باختر

نن د کوچني اختر لومړۍ ورځ ده او پر دین مین افغان ولس دا مذهبي جشن په ډېرې خوښۍ او خوشحالۍ سره نمانځي. د باختر آژانس مفسر اختر او د اوربند هیلو ته کتنه کړې ده او لیکي:

روژه د نفس د تزکیې او عبادتونو میاشت ده، د انساني خواخوږۍ او همدردۍ میاشت ده، د بېوزلیو د لاسنیوي او مرستې میاشت ده، د ناروغانو او مسافرانو د پوښتنې  میاشت ده. په دې میاشت کې هر متدین مسلمان کوښښ کوي ښه کارونه ترسره کړي، نورو ته یې خیر ورسېږي او هېچا ته یې زیان ونه رسېږي. په دې میاشت کې آن خلک کوښښ کوي چې چاته بې سوره او سپکه خبره هم ونه کړي، د چا سپکاوی ونه کړي. له بده مرغه یو شمېر بې رحمو کړیو د روژې ټول آداب هېر کړل او د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې بریدونه وکړل، بې ګناه انسانان یې ووژل، په لوګر کې یې هغه تنکي زلمیان ووژل چې په پوهنتون کې د شمولیت امتحان یې ورکاوه، سترې هیلې او آرمانونه یې لرل. په دشت برچي کې یې د ښوونځي نجونې ووژلې او د هغوی ټول آرمانونه یې له خاورو سره خاورې کړل. دغه راز بریدونه د ترهګرۍ تر ټولو کرغېړنه بڼه ده، د ترهګرۍ تر ټولو خیرنه او بې رحمه بڼه ده. اسلام سپېڅلی دین د یو بې ګناه انسان وژنه د ټول عالم او بشریت وژنه بولي؛ خو ترهګرو سلګونه بې ګناه کوچنیان او ځوانان ووژل.

د اختر په درشل کې په جګړه کې دواړو ښکیلو خواوو اوربند اعلان کړ. که څه هم طالبانو ویلي دي چې د اختر په درېو ورځو کې به اوربند وي او بیا پای مومي. د افغانستان خلک له جګړو ستومانه شوي، دومره ستومانه شوي دي چې دا درې ورځې هم غنیمت ګڼي او کوښښ کوي چې د اختر د خوښۍ ورځې په سوله ییزه فضا کې تېرې کړي، په ډاډه زړه د خپل خپلوانو او دوستانو کورونو ته لاړشي او د اختر مېلې وکړي. دا ښه خبره ده؛ خود خلکو غوښتنه دا ده چې د  درې ورځني اوربند پر ځای ټول ښکیل لوري پر دایمي اوربند سلا شي. اوربند د ټول ولس ستره او اساسي غوښتنه ده، اوربند د اوسني پړاو تر  ټولو ستره اړتیا ده. اوربند د سولې خبرو د ښه او بریمن پرمخ بیولو لپاره اساسي شرط او کونجي ده. که دایمي یا لږ تر لږه یو کال اوربند اعلام شي، دا به د ټولو لوریو ترمنځ د باور او اعتماد فضا رامنځ ته کړي او دې ته به لاره اواره کړي چې ښکیل لوري د خبرو مېز ته سره کېني او پر ټولو هغو مسایلو مخامخ خبرې وکړي چې دوی یې مهم ګڼي او په اړه یې دریځ او نظر لري.

دا څرګنده ده کله چې جګړه روانه وي، د جګړې ډګر تود وي؛ نو بیا که خبرې هم روانې وي او دواړه لوري د خبرو مېز ته سره ناست هم وي، دا د جګړې د ډګر تور لوګی پرې اغېز شیندي او هغه خبرې تر خپل سیوري لاندې راولي. د افغان ولس، د ښځو او نارینه وو، زړو او ځوانانو، کلیوالو او ښاریانو هیله او غوښتنه دا ده چې د اختر په ورځو کې اعلان شوی اوربند نور هم وغځېږي او په تلپاتې اوربند واوړي. د جګړې ښکیل لوري باید د ولس دې اساسي غوښتنې ته مثبت ځواب ووایي.

پای

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته