امنیت

کټوازي په لوګر کې د ولسي تړون پروګرام پرانیسته وکړه

۴۵- پل علم/ د سلواغې ۶ مه/ باختر
د سيمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس لوګر ته په سفر کې د امنیتي وضعیت ارزونې سربېره د ولسي تړون پروګرام پرانیسته وکړه.
د باختر آژانس د سیمه ييز خبریال د خبر له مخې؛ د ولسي تړون پروګرام د پرانیستې په غونډه کې شمیم خان کټوازي وویل چې د ولسي تړون پروګرام د نړیوال بانک په مالي مرسته د لوګر مرکز پل علم ښار په څلورو ناحیو کې د شل پرمختیايي شوراګانو له لارې د ۱۷۰ میلیونو افغانیو په لګښت پلي کېږي.
کټوازي زیاته کړه چې د ولسي تړون پروګرام په آډانه کې د سړکونو او کوڅو جوړول، د برېښنايي اسانتیاوو برابرول، تفریحي ځایونو جوړول او د اوبو رسولو او ښځو د ځواکمنتیا په برخه کې بېلابېلې پروژې پلې کېږي.
هغه زیاته کړه چې د لوګر امنیتي وضعیت ته به ځانګړې پاملرنه وشي او په دغه ولایت کې د شته امنیتي ننګونو د له منځه وړلو لپاره به ډېر ژر ترتیب شوي پلانونه عملي شي.
په ورته وخت کې د لوګر والي عبدالقیوم رحیمي د ولسي تړون پروګرام ګټور وباله او پلي کولو کې یې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته