کابل /د مرغومي ۲۴مه /باختر
د ملګروملتودسازمان سرمنشي وایي د افغانستان د شتمنیو کنګل کېدل اود ژمي ساړه هوا دواړو لاس یو کړی دی او په افغانستان کې انسانی بحران رامنځته کړی دی .
انتونیوګوتریش په خپلو خبروکې د نړۍ له خوا د افغانستان د پیسو په کنګل کېدو انتنقاد وکړ او ویې ویل چې د اقتصادی بحران او لوږې سره د افغانستان د ژغورنې لپاره باید دغه پیسې ازادې شي.
د ملګروملتود سازمان سرمنشي ویلی دي چې د ژمي ساړه هوا اود افغانستان کنکل شوي شتمنی د دغه هیواد د خلکو لپاره یو مرګانی ترکیب دی.
دهغه د څرګندونوله مخې، په افغانستان کې د خلکو اود دغه هېواد د اقتصاد د ژغورنې لپاره هغه قوانین چې په افغانستان کې د پيسود استفادې مخه نیسي باید تعلیق شي.
ګوترش پرون په نیویارک کې په یوه خبری غونده کې په بهرنیوهېوادونو په تېره بیا امریکا کې د افغانستان د اسعارود ازادولو غوښتنه وکړه.
هغه وویل باید اجازه ورکړ شي چې د نړېوالې بودجې له لارې د دولتی کارکوونکو حقوق ورکړشي او په افغانستان کې د روغتیایی خدمتونو زده کړې او نورو حیاتی خدمتونو د وړاندې کولولپاره په افغانستان کې له بنسټونو سره مرسته وشي .
هغه دغه رازپه عادی ډول د افغانستان د بانکی سیستم بیا جوړول اودغه راز له اقتصادي اوانسانی بحران څخه د افغانستان د ژغورنې لپاره د بشردوستانه پروګرامونو د سملاسي عملیاتو ترسره کول ضروري وباله.
هغه ټینګاروکړچې لږترلږه دافغانستان د اسعاري زیرمو د مشروط ازادولو په لاره کې د تګلوري د جوړولو لپاره باید د افغانستان د مرکزي بانک کارونه مشخص شي.
ګوترش زیاته کړې ده موږ باید آن د اقتصاد د نغدي ګړندیتوب د تزریق اودهغه ګډوډی د مخنیوي لپاره چې ميلیونونوکسانوته د بېوزلی ،لوږې اوقحطي سبب کېږی هلې ځلې وکړو.
هغه دغه رازوويل ملګروملتوسازمان چمتودی چې د نړۍ له هېوادونوسره په افغانستان کې رښتینواړو کسانوته د بشری مرستو بهیر ګړندی کړي .
د پخوانی حکومت په راپرځیدو سره له افغانستان سره نړیوالې مرستې بندې شوې اوترڅنګ یې د نړۍ هېوادونو په تېره بیا امریکا د افغانستان د څه ناڅه لس ملیاردو ډالرو په کنګل کولواقدام وکړ.
هغه کار چې په هېواد کې وزکارتیا اولوږه زیاته کړه اوافغانستان یې د بشري بحران په لور سوق کړ.
له بله پلوه د ملګروملتود سازمان سرمنشي له نړیوالې تولنې غوښتي دي چې د افغانستان له خلکو سره خپل ملاتړزیات کړي.
د نړۍ د خوړوسازمان وایي چې اوس د افغانستان په سلوکې څه دپاسه شپیته خلک دبې وزلی ترکرښې لاندې ژوند کوي. اود دغه هېواد په سلو کې څه د پاسه اویا خلک د خوړلو لپاره کافي خواړه نه لري.
ج-ا