خبرونهامنیت

یوسلو یو ویشت طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل /د زمري ٢١/باختر

يوسلو يوويشت  وسله وال طالبان تېره شپه د قندهارپه بېلابېلو سيموکې دامنيتي اودفاعي ځواکونو په عملياتو کې ووژل شول.

د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال فواد امان د باختراژانس خبريال ته وويل،   امنيتي او دفاعي ځواکونو د هوايي ځواکونو په ملاتړ د قندهار د ډنډ ،ژيړۍ او دامان د ولسواليو اود قندهار ښار د ١٥ حوزې په مربوطاتوکې عمليات ترسره کړل چې په پايله کې  ١٢١ وسله وال طالبان ووژل شول  او ١٥ نور ټپيان شول.

دغه راز په دغوعملياتوکې د طالبانو دوه موټرونه،  يوموټرسايکل اويوشمېر جنګي وسايل له منځه وړل شوي دي.

– صنم –

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته