امنیت

یوسړی دالکولي مشروباتو په تور په سمنګانو کې ونیول شو

ایبک/دکب۴/باختر.
د سمنګانو پولیسو تېره شپه یو سړی دالکولي مشروباتو د تولیدولو په تور ونیوه.د سمنګانو دامنیې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې دغه کس د امنیې قوماندانۍ د منسوبانو د هدفمنو عملیاتو په پایله کې، د ایبکو ښار د لرغان ساحې د استوګنې په یوه کور کې هغه وخت ونیوه چې د الکولي مشروباتو په تولیدولو بوخت و .
خبر ځای زیاته کړه چې د استوګنې له دغه کور څخه دوه سوه لیټره الکولي مشروبات او د مشروباتو د برابرولو لوازم تر لاسه شوي دي .
ویل کېږي نیول شوی سړی تر څېړنې لاندې دی .
پای شکریه

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته