سیاستTOP

یوناما په افغانستان کې خپل فعالیتونه پراخوي

کابل / د لیندۍ ۱۵ مه / باختر
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي د یوناما له مشرۍ ډېبورا لاینز سره وکتل.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې کتنه د یوناما مشرې د امنیت په تړاو ډاډ څرکند کړ او زیاته یې کړه چې ټول دفترونه یې خلاص کړي او بهرني او داخلي همکاران یې پر کار بوخت کړي.
هغې وویل چې غواړي خپل فعالیت نور هم پراخ کړي او هڅه کوي چې د افغانستان کنګل شوې پیسې آزادې شي او په افغانستان کې نړېوال خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.
په همدې حال کې د بهرنیو چارو سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هغې ته د ښوونیز بهیر په اړه ډاډ ورکړ او غوښتنه یې ترې وکړه چې د ښوونکو د معاش د اجرا په تړاو همکاري وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته