سیاستخبرونهامنیت

یوناما په هرات کې پر خپل دفتر برید په کلکه وغانده

کابل/ د زمري ۸مه / باختر

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو نمایندګي په هرات کې دخپل اصلي دفتر پر ودانۍ ننی برید چې په پایله کې یې یو افغان ساتونکی پولیس ووژل شو او نور افسران ټپیان شول، په کلکو ټکو غندي.

په دغه برید کې د حکومت ضد عناصرو د ملګرو ملتونو د تاسیساتو دروازه چې په روښانه ډول پرې د ملګرو ملتونو نښې او علامې موجودې وې، په نښه کړه.

د هرات ښار شاوخوا سیمې چې د ملګرو ملتونو ودانۍ پکې موقعیت لري، نن د طالبانو او حکومتي ځواکونو تر منځ دجګړې شاهده وه. ملګري ملتونه په سملاسي توګه د برید په اړه د یو بشپړ انځور دترلاسه کولو په لټه کې دی او په همدې موخه  له ښکیلو اړخونو سره په اړیکه کې دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې دیبرا لاینز وویل: “پرملګرو ملتونو دغه برید ډیر خواشینوونکی دی او موږ یې په کلکو ټکو غندو.” هغې زیاته کړه: “موږ لومړی د قرباني شوي افسر کورنۍ ته تسلیت وایو او ټپي شویو ته د بیړنۍ روغتیا هیله کوو.”

په دې پیښه کې چې د ودانۍ پر دروازه د هاوان  او مرمیو برید وشو د ملګرو ملتونو هیڅ کارکونکي ته زیان ندی رسیدلی.

اغلې لاینز چې د یوناما مشره هم ده وویل: “ددغه برید ترسره کوونکي باید وپیژندل شي او حساب ته را کاږل شي.”

د ملګرو ملتونو پر ملکي کارکوونکو او دفتر برید د نړیوال قانون پراساس منع دی او کیدای شي جنګي جنایت وبلل شي.

په افغانستان کې  ملګري ملتونه یو ملکي سازمان دی چې د سولې د هڅو پر ملاتړ، د ټولو افغانانو د حقونو پر بهتره کیدو او د بشردوستانه او پرمختیايي مرستو په ترسره کولو تمرکز لري.

ملګري ملتونه د افغانستان د امنیتي خدماتو د ریاست له هغو افسرانو مننه کوي چې د برید کونکو پر وړاندې یې د ودانۍ دفاع وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته