کابل/ د سلواغې ۲۲ مه/ باختر
د ملي دفاع وزارت وايي چې تېره شپه د روزګان په دهراوود او د مرکز ترینکوټ په مربوطاتو کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په بریدونو کې ۱۱ وسله وال طالبان وژل شوي او ۷ نور یې ټپيان شوي دي.
وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال
5 د یوې دقیقې څخه لږ