امنیت

یوولس طالبان په هلمند کې ووژل شول

۲۵- کابل / د سلواغې لومړۍ / باختر
د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې ۱۱ وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په نښته کې ووژل شول.
له ۲۱۵ میوند قول اردو څخه باختر آژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دي چې وسله والو طالبانو په مارجې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر سنګر برید وکړ
چې د افغان ځواکونو په ځوابي ډزو کې ۱۱ طالبان ووژل شول او ۹ نور یې ټپيان شول.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته