امنیت

یوویشت بندیان د هلمند له مرکزي زندان څخه خوشې شول

کابل / د لیندۍ ۷مه / باختر

د هلمند له مرکزي زندان څخه ۲۱ بندیان خوشې او له خپلو کورنیو سره یوځای شول.

د هلمند ولایت د رسنیو دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي دي چې د اسلامي امارت مجاهدینو دغه بندیان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي وو چې د بند د ټاکلې مودې له تېرولو وروسته خوشې شول.

د دغو بندیانو د خوشې کېدو پر مهال د استیناف څارنوالۍ ریاست سرپرست مولوي عبدالجبار هجرت، له خوشې شویو څخه وغوښتل چې له دې وروسته دې په ټولنه کې د ښه ژوندانه لاره غوره کړي او له ناوړو کړنو څخه دې لاس واخلي.

په همدې حال کې خوشې شوي کسان، دوی د بند د تېرولو په موده کې د زندان د مسوولینو د ښه چلند قدرداني کوي، خو ټینګار کوي چې له دې وروسته به د هېڅ ډول جرم د ترسره کولو هڅه و نه کړي او دغه راز د ټولنې له نورو وګړو څخه هم غواړي چې له یو بل سره ښه چلند وکړي.

همدا اوس د هلمند په مرکزي زندان کې سلګونه کسان د بېلابېلو جرمونو په تور د بند شپې سبا کوي چې ډېری یې د نشه یي توکو د کارولو په تور نیول شوي دي.

وهاج

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته