خبرونهامنیت

یوویشت طالبان په هرات کې ووژل شول

کابل / د زمري ۲۱ / باختر

یوویشت طالبان پرون د هرات ښارپه لویدیځ کې د پوځیانو په بریدونو کې ووژل شول او ۱۲ نورټپیان شول.

د ځانګړو عملیاتوقول اردو د مطبوعاتي دفتر مسوول باخترآژانس ته وویل چې په دغو طالبانو د هرات ښار په لویدیځ هواده، آب برده او ابوالولید سیموکې بریدونه وشول.

هغه وویل چې په دغو بریدونوکې ۲۱ طالبان ووژل شول او ۱۲ نورټپیان شول.

هغه زیاته کړه چې په دې جګړه کې د دوی یوه اندازه وسلې او مهمات د پوځيانولاس ته ورغلي دي.

ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته