خبرونهامنیت

یو بهرنی په کابل کې د نشه يي توکو د پلورنې په اړه ونیول شو

 کابل / د کب ۱۴ / باختر

یوبهرنی په کابل ښارکې د نشه يي توکو د الکولي مشروباتو د پلورنې او ویشلو په اړه ونیول شو.

په هغه خبرپاڼه کې چې نن د کورنیوچارو وزارت له نشه يي توکوسره د مبارزې د معینیت له لوري خپره شوې ده: یو بهرنی چې الکولي مشروبات یې په کابل ښارکې په عمده او پرچون ډول پلورل  د کابل ښار د لسمې ناحیې په مربوطاتوکې ونیول شو.

د نیول شوي سړي د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي، خو په خبرپاڼه کې ویل شوي دي له هغه کور څخه چې دغه سړی پکې ژوند کاوه ۷۳۰ بوټله ډول ډول الکولي مشروبات ، ۱۱۶۰ د بیرقطۍ، ۴۷۲۱ زره امریکايي ډالر، ۷۵۰۰۰ افغانۍ او یو زرهي لند کروزر موټرترلاسه شوي دي.

مسوولین وايي چې نیول شوی سړی د زرهي لند کروزرموټرپه واسطه الکولي مشروبات د کابل ښآر په بېلا بېلوناحیوکې پلورل.

پآی-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته