خبرونهامنیت

یو تروریست په کابل کې ونیول شو

– کابل / د لړم ۲۴ / باختر
د کابل پولیسو نن یو ماین ښخوونکی تروریست د دغه ولایت په دولسمه ناحیه کې ونیوه.
د کابل د امینې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز د باخترآژانس خبریال ته وویل: د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې پولیسو په اوپراتیفي عملیاتو کې یو ماین ښخوونکی تروریست ونیوه.
دغه سړی د کابل ښار په دولسمه ناحیه کې په یو پوځي موټرکې د مقناطسي ماین د ځای پرځای کولو په وخت کې د پولیسو له لوري وپېژندل شواو ونیول شو.
فرامرز زیاته کړه: د امنیتي تړون په چوکاټ کې له جنايي جرمونواوله تروریزم سره د پولیسو مبارزه په جدي ډول دوام لري.
پای-ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته