خبرونهامنیت

یو جهادي قوماندان په بلخ کې ترور شو

۱۰- کابل / د مرغومي ۱۵مه / باختر
ناپېژاندو وسله والوکسانو تېره شپه په مزارشریف ښار کې یو پخواني جهادي قوماندان ترور کړ.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند عادل شاه عادل باختر آژانس ته وویل چې دغه پځواني جهادي قوماندان اسدالله نومېده او د بلخ د مزارشریف ښار د څلورمې امنیتي حوزې په بابه یادګار کارته کې ترور شوی دی.
دوه اوونۍ مخکې هم ناپېژاندو وسله والو کسانو په همدې ساحه کې یو بل جهادي قوماندان شهید کړی و.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته