امنیت

یو سړی په تخار کې د نشه یی توکو د قاچاقو په تور ونیول شو

تالقان / د کب/ ۱۶/ باختر
د تخار د امنیې قوماندانۍ له نشه یی توکو سره مبارزې د مدیریت منسوبانو پرون یو سړی د نشه یی توکو د قاچاقو په تور ونیوه.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه سړی د تخار د کلفګان ولسوالۍ د اق کوچه په امنیتي پوسته کې ونیول شو.
د خبر ځای د څرګندونو له مخې، له نیول شوي سړی څخه یو کیلو او درې سوه ګرامه هیرویین تر لاسه شول .
پای/ سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته