خبرونهامنیت

یو سړی په ننګرهار کې له نشه یی توکو سره ونیول شو

جلال اباد / د سلواغۍ / ۴ باختر
په ننګرهار کې یو سړی له یوې اندازې هیرويینو سره ونیول شو.
دغه سری تېر ماښام د امنیتي ځواکونو په عملیلتو کې د دور بابا په ولسوالۍ کې ونیول شو .
د ننګرهار د پولیسو یو مقام د باختر اژانس خبریال ته وویل چې دغه سړي ١٥ کیلو ګرامه هیرويین په یوه موټر کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای کړي وو.
نیول شوى سړی په خپلو لومړنیو تحقیقاتو کې په ننګرهار کې د نشه یی توکو د قاچاقو په څو مورده پېښو اعتراف کړی دی.
د وړاندې شویو ارقامو له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتو کې په ننګرهار کې څوارلس تنه د جنایی جرمونو په تور ونیول شول.
په دغو کسانو د غلا ، د نشه یی توکو د قاچاقو او بې سندو وسلو سره د تګ راتګ تور لګول شوی دی.
پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته