خبرونهامنیت

یو قومي مشر په پکتيا کې ووژل شو

کابل / د مرغومي ۳ مه / باختر

د پکتیا په آریوب ځاځیو کې یو قومي مشر د يو مقناطیسي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند حیات الله نظامي  وویل چې دغه چاودنه پرون مازیګر د آریوب ځاځیو ولسوالۍ په خوازي خېلو سیمه کې وشوه چې له امله یې یو بل کس ټپي شو.

نظامي زیاته کړه: د پکتیا د ځاځي آریوب ولسوالۍ په خوازي خېلو کلي کې د یوه قومي مشر پر موټر د مقناطیسي ماين چاودنه شوې ده چې په پايله کې یو قومي سپین  ږیری وژل شوى او یو بل ټپي شوى دی.

هغه وویل چې دغه  قومي مشر چې نوم یې حاجي رحیم و، د ځاځي آریوب له مخورو مشرانو څخه و او تل یې په سیمه کې د امنیت او یووالي لپاره هڅه کوله.

تراوسه د برید مسولیت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

پاى\ ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته