امنیت

یو ویشت طالبان په سرپُل کې ووژل شول

کابل / د چنګاښ ۲۵مه / باختر
په سرپل کې د وسله والو طالبانو بريد په شا وتمبول شو.
په دغه برید کې ٢١ وسله وال طالبان ووژل شول.
د سرپل د امنيې قومندانۍ د مطبوعاتو آمر نورآغا فيضي باختر آژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو له دوو لورو د دغه ولايت پر مرکز بريد وکړ چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.
هغه زياته کړه چې په دغه بريد کې د طالبانو د مهمو افرادو په ګډون ٢١ وسله وال طالبان ووژل شول او ١۶ نور یې ټپيان شول او دوه ټانکونه چې پخوا طالبانو نيولي وو؛ ، له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته